د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ځینې مشران وايي ، پاکستان پر تورخم پوله کار جاري ساتلی


د افغانستان د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمیر غړي وایې، پاکستان په تورخم کې د سرحدې کرښې په څلویښت مترۍ کې د تاسیساتو جوړیدو ته دوام ورکړی.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د دا ډول اقداماتو څخه هدف د ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکول دي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا ځینې خپاره شوي انځورونه ښیې چې پاکستان د هغو تاسیساتو په جوړولو بوخت دی چې څه موده وړاندي ورباندي د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته هم و شوه.

خو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي پر صفري سیمو د پاکستان له خوا د کار دوام ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG