د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له لندنه خپل ملک ته روان شوی دی


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د وزيراعظم لور مريم نواز شريف پر خپله ټويټر پاڼه ويلي دي چې وزيراعظم نواز شریف به د شنبې یا خالي په ورځ پاکستان ته رسيږي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په لندن کې د زړه تر بریالیو عملیاتو او شپږو اونيو ارام وروسته خپل وطن ته روان شوی دی.

نواز شریف د مې پر دويشتمه نېټه د علاج لپاره لندن ته تللی وو.

د وزيراعظم لور مريم نواز شريف پر خپله ټويټر پاڼه ويلي دي چې وزيراعظم نواز شریف به د شنبې یا خالي په ورځ پاکستان ته رسيږي.

د پاکستان د مسافر وړونکو سرکاري هوايي کمپنۍ – پاکستان انټرنشنل ایر لاینز- چارواکي وايي چې نواز شریف د دوی په یو الوتکه کې ستنېږي.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا ، نوموړی د پي آی اې په یو ځانګړې الوتکه کې له لندن څخه د پاکستان پر لور روان شوی دی.

وزیراعظم نواز شریف په داسې حال کې لندن ته د علان لپاره وړلاړ چې په ملک کې د پاناما اسنادو پر سر سیاسي کړکېچ رامنځ ته شوی وو.

په دې اسنادو کې د وزیراعظم نواز شریف د زامنو د نومونو تر راتلو وروسته د پاکستان د اپوزېشن ګوندونو پر حکومت سخت فشار راوست چې د دې مسلې د پلټنو لپاره دې بې طرفه عدالتي کمېشن جوړ کړي.

پاکستان پپلز ګوند او تحریک انصاف په روژه کې اعلان وکړ چې د وړوکي اختر تر رخصتیو وروسته به په ټول ملک کې د حکومت ضد احتجاج پیلوي.

XS
SM
MD
LG