د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق وزیراعظم لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړل


د عراق لومړي وزير حیدر العبادي په بغداد کې تر يو لړ خونړیو چاودنو وروسته پرون د خپل حکومت درې لوړ پوړې امنیتي چارواکي له کاره لري کړي دي.

ښاغلي عبادي د کورنيو چارو د وزير محمد الغَبان استعفى هم ومنله، چې د سې شنبې په ورځ ورته ورکړې وه.

په ګوښه کړل شوو کې د بغداد د امنیت مشر، په کورنیو چارو وزارت کې د بغداد استخباراتي مشر او د ملي امنیت د سلاکار په دفتر کې د بغداد د چارو مشر شامل دي.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ دوو لويو بمي حملو په لسګونو ولسي وګړي ووژل، د عراق وتلي شيعه مذهبي مشر علي السيستاني پرون د عراق په مهمو امنيتي ادارو کې د بنيادي بدلونونو غوښتنه کړې ده.

په بغداد کې وړمه ورځ هم لږ تر لږه 37 تنه د شيعه ګانو پر يوه زيارت په ځانمرګي بريدونو او د وسله والو په حمله کې ووژل او 62 تنه زخمیان شول، چې ذمه واري يې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې يا داعش اخستې ده.

تر دې څو ورځې مخکې د بغداد په یوه بازار کې چې خلکو د اختر سودا کوله ، په ځانمرګې حمله کې 292 کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG