د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما له وارسا څخه سپېن ته ځي


د امريکا ولسمشر بارک اوباما به اروپا ته خپل سفر لنډ کړي چې د امريکا د ټيکساس رياست ډلس ته لاړ شي، چې هلته يوه وسلوال پنځه پوليس افسران په ډزو وژلي دي.

دغه وسلوال کس تر وژل کېدو مخکې ويلي وو،غوښتل يې ”سپين پوستي خلک“ ووژني. خو باراک اوباما لا هم په پام کې لري، چې نن په وارسا کې د ناټو په سرمشريزه کې تر ګډون وروسته هسپانيا ته لاړ شي.

سپينې ماڼۍ پرون وويل، بارک اباما به دالاس ته د تلو له وجې په اروپا کې خپل پلان شوي فعاليتونه رالنډ کړي.

د امريکا ولسمشر دغه وژنې کرکه پاروونکى بللى او غندلى يې دي. دغه افسران ميکاه جانسن وژلي دي چې نوموړي په افغانستان کې هم پوځي ماموريت ترسره کړى.

دی وروستهپوليسو و وژلیخوا تر دې له مخه يې په خپل کور کې وسلې، مهمات او د بم جوړولو مواد ذخيره کړي وو.

د امريکا لوړ پوړې چارواکو پرون ويلي وو، په دې باور دي چې جانسن پوليسو ته د منځګړيتوب په وخت کې ويلي، ده په يوازې سر اقدام کړى او يوازې سپين پوستي خلک په نښه کوي، ځکه د پوليسو له خوا پر تورپوستو وسلوالو حملو خپهکړى دى.

چارواکي وايي حمله کوونکى يوازې يو کس و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG