د لاسرسي ځای

د عبدالستار ایدهي مړی د کراچۍ په ایدهي کلي کې خاور ته وسپارل شو


عبدالستار ایدهي

عبدالستار ایدهي

اته اتیا کلن ستار ايدهي له اوږدې مدې راهیسې د پښتورګو يا ګردو په رنځ اخته وو چې د ډاکټرانو په وينا د زيات عمر له وجې يې علاج ممکن نه وو.

پراګ / اسلام اباد: د پاکستان د خير ښېګړې تر ټولو لويې ادارې اېدهي فاونډيشن بنسټ اېښېدونکی او بشر دوست عبدالستار اېدهی د خالې په ماذيګر د کراچۍ په ايدهي وليج کې خاوره ته وسپارل شو.

اته اتیا کلن ستار ايدهي له اوږدې مدې راهیسې د پښتورګو يا ګردو په رنځ اخته وو چې د ډاکټرانو په وينا د زيات عمر له وجې يې علاج ممکن نه وو.

د نوموړي وضعيت د جمعه په شپه خراب شو چې وروسته يې په هسپتالکې ساه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د عبدالستار ايدهي مړينه يو لوی زيان بللی او په ټول هېواد کې يې يو ورځنۍ ویر اعلان کړی دی.

بل پلو د خيبر پښتونخوا حکومت بيا د عبدالستار اېدهي پر مرګ درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی.

له تيرو نهو کالو راهسې د خيبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره له ايدهي فاونډيشن سره کار کونکی مجاهد خان وايي ، "په ۲۰۰۸م او ۲۰۰۱۰م کال کې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو د پېښو پر مهال به عبدالستار ایدهي غوښت چې له موږ سره په خپله ولاړ شي.

ده به ویل ، زه د دې لپاره نه ځم چې کسان به اوچت کړم زه خو خپله ضعيف يم خو صرف دې لپاره ځم چې زه هلته موجود يم نو دا کسان به مانه متاثره کيږې او کار به کوي او داسي به خلقو ته فایده ورسي۔"

د پاکستان د بشرې حقونو کميشن مشره زهره يوسف د عبد الستار ايدهي خدمتونو په اړه وايي ، نوموړي په ځانګړې توګه د مېرمنو او ماشومانو لپاره ډېر څه کړي وو.

د بشري حقونو لپاره يو بل کار کونکې قمر نسيم وايي چې عبد الستار ايدهي نه يوازې د ماشومانو د سر سوری جوړ شوی وو بلکې په تلو تلو کې د خپلو سترګو عطيه ورکولهغوې د انساني جذبې يو نه هيريدونکی مثال پريښود.

د ډاکترانو په وينا د ستار ایدهي پښتورګي له کاره لوېدلي وو او یوازې سترګې یې سلامتې وې کومې چې د هغوی له وصیت سره سمې عطیه کړل شوې.

د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف تر څنګ لوی شمېر سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او ادارو د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې د بشر یو ستر خدمت کوونکی بللی دی.

عبدالستار ایدهي د هند په ګجرات کې زږېدلی وو او په ۱۹۴۷م کال کې د هند د نیمي وچې تر وېش وروسته پاکستان ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG