د لاسرسي ځای

سرتاج عزیز: د ترهګرۍ پر ضد مو کامیابۍ تر لاسه کړې دي


د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز

د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز

نوموړي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په وارسا کې د ناټو د غونډې په اړه د يو پوښتنې په ځواب کې پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې يو موټی شي.

پراګ: د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کاميابۍ ترلاسه کړې دي.

سرتاج عزیز ویلي ، دوی تمه لري چې افغانستان به هم په دې لړ کې مرسته وکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په وارسا کې د ناټو د غونډې په اړه د يو پوښتنې په ځواب کې پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې يو موټی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر په دې اړه په یو بیان کې د سرتاج عزیز له خولې ویلي چې ضرب عضب عمليلاتو ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړې دي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې نه یوازې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد له څه باندې دوو کالو راهسې پوځي عملیات لا هم روان دي بلکې له دې سیمو بې کوره کړل شوي خلک لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه کړل شوي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نامه عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره کړل شو چې زیاتره د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست کې مېشت دي.

د پاکستاني پوځ چارواکي وايي ، دوی تر ۶۰ فیصده زیات کډوال ستانه کړي دي خو نه د کډوالو مشران دا خبره مني او نه یې هم ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی.

سرتاج عزیز زیاته کړې چې اسلام اباد د افغان سولې عمل کې د مرستي لپاره هلې ځلې تېزي کړي نو تمع لري چې کابل به هم د ترهګری ضد مبارزه کې خپله برخه واچوي چې دارنګه له دې پروسې سره کومک وشي.

خو افغان چارواکي وايي چې پاکستان په افغانستان د امن لپاره د هلو ځلو پر ځای هلته جګړې ته د لمن وهلو لپاره له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې په کابل او نورو سیمو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو او پر تورخم پوله د خپل منځي وسله والې شخړې له کبله اړیکې لا کړکېچنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG