د لاسرسي ځای

ناټو ختیځې اروپا ته عسکر لېږي


د ناټو د غړو هیوادونو مشرانو د جمعې په ورځ ختیځې اروپا ته د وسله والو ځواکونو استولو پریکړه کړې ده.

دا تر سړې جګړې وروسته په سیمه کې د روس د نفوذ د مخنیوي لپاره د ناټو لومړی سترپوځي ګام ګڼل کیږي.

د ناټو تړون غړي هیوادونه به څلور زر کسیزې لواګانې/لواوې په پولند، لیتوانیا، استونیا او لاتویا کې ځاي پرځاي کوي.

د دې پوځيانو مشري به امریکا ، کاناډا ، جرمني او بریتانیه کوي. ینزستولتنبرګ پرون په وارسا کې چې د ناټو د مشرانو غونډه روانه ده.

ده وویل ، "موږ پریکړه کړې چې د یویشتمې پیړۍ وسلې او دفعاعي سیسټم د یوېشتمې پیړۍ د خطرونوپه وړاندې ودروو. "

د وارسا د پرونۍ غونډې زیاته پاملرنه پر روس وه.

XS
SM
MD
LG