د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا په افغانستان کې خپل پوخي ماموریت وغځاوی


اسټراليا په افغانستان کې خپل ماموريت تر شپږو مياشتو پوري غځولی او ښايي په راتلونکي کې يې لا نور پراخ کړي.

د دې هېواد لنډمهاله حکومت د جمعې په ورځ په يو بيان کې دا هوډڅرګند کړی چې تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله به افغان پوځ او پوليسو ته هر کال ۱۰۰ میليونه ډالر ورکولو ته دوام ورکړي.

بيان زياتوي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څخه د افغانانو د ژغورولو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا ښه کول ډېره مهمه ده.

دا اعلان له هغه وروسته شوی چې امريکايي ولسمشر له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را اېستلو پلان بدل کړ او وې ويل چې هلته به ۸۴۰۰ عسکر پرېږدي.

اسټراليا په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې جنګي ماموريت ختم کړی وو خو د افغان ځواکونو د روزني او مرستي لپاره يې ۲۷۰ عسکر پرېښودل چې د پاته کېدو نيټه يې د روان کال پای وو.

دوی به اوس د ۲۰۱۷ ميلادي کال تر نيمايي په افغانستان کې دېره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG