د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیما سمر: د ناټو سرمشریزه دې افغان حکومت د بشري حقونو ملاتړ ته وهڅوي


د افغانستان بشري حقونو ادارو او فعالانو په وارسا کې د ناټو سرمشریزې له ګډونوالو غوښتنه کړې چې افغان حکومت د بشري حقونو ملاتړ ته وهڅوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې ډاکترې سیما سمر بېګا مشال راډیو ته وویل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ملاتړ کوی خو حکومت باید انساني حقونو ته ژمن ملي امنیتي سرتېري وروزي: کټ

هلته د ښځو شبکې یوې مشرې بېګا مشال راډیو ته وویل، د ناټو سرمشریزې ته یې لیک استولی دی چې پکې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې دې پر ښځو د تېري مخنیوي لپاره مرستې وشي.

ورسره په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د وارسا غونډې له ګډونوالو غوښتنه کړې چې د کابل پر حکومت ټینګار وکړي چې له خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې محدودیتونه ختم کړي او پر خبریالانو په تشدد کې ککړ کسان عدالت ته وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG