د لاسرسي ځای

جرمني یو پاکستانی وګړی ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.


د جرمني څارنوال دفتر بېګا وویل، دا کس سید مصطفا نومېږي او ۳۱ کلن دی چې دوه ورځې مخکې د هېواد له شمالي برېمېن ښاره نیول شوی دی.

د څارنوال دفتر په بیان کې ویلي، دا کس ((له ایران سره تړلې یوې استخباراتي ادارې سره په رابطه کې وو.))

په بیان کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي. پر نیول شوي کس تور دی چې د جرمن – اسراییلو د ټولنې مشر او له هغه سره د نېږدې کسانو جاسوسي یې کوله او تېر کال په اکتوبر کې یې ایران ته معلومات ورکړي ول.

دا ټولنه د جرمني او اسراییلو تر منځ تعلقات پراخوي.

XS
SM
MD
LG