د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو په سرمشریزه کې د اروپا پر امنیت هم خبرې کېږي


د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ وايي، د وارسا په سرمشریزه کې به د نړیوالې ترهګرۍ په ګډون د اروپا پر امنیت هم بحثونه او پرېکړې وشي.

سټولټنبرګ تېر ماښام خبریالانو ته وویل، په تېره یوه لسیزه کې روسیې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي دي.

ده وویل، ناټو هڅه کوي چې په اروپا کې دفاعي نظام لا پیاوړی کړي.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې له څو کلونو راهیسې په نړۍ کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي چې ورته ((ناټو په پوره هوډ او چټکۍ ځواب ویلای دی.))

د ناټو سرمشریزې ته امریکايي ولسمشر باراک اوباما هم ورغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG