د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولېنډ په وارسا کې د ناټو سرمشریزه پر افغانستان بحث کوي


د پولېڼډ په وارسا کې د ناټو سرمشریزې ځای
د پولېڼډ په وارسا کې د ناټو سرمشریزې ځای

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیفلینډ تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، ناټو به له افغان ځواکونو سره ژمنې وکړي، خو ماموریت یې ښايي بدل نشي.

پراګ: د پولینډ په پلازمېنه وارسا کې د جمعې له ورځې د ناټو اتحاد غړې هېوادونه په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د افغانستان په اړه بحث کوي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند جنرال چارلس کلیفلینډ تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، ناټو به له افغان ځواکونو سره ژمنې وکړي، خو ماموریت یې ښايي بدل نشي.

افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم غونډې ته ورغلي دي.

د ناټو د ۲۸ غړیو هېوادو مشران به نن په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د تمدید مساله وڅېړي تر څو دا ماموریت تر ۲۰۱۶ کال وروسته وغځول شي.

په دې دوه ورځڼۍ غونډه کې د افغانستان په اړه پر یوې بلې مهمې موضوع خبرې کېږي، دوهمه مسله له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د مرستې موضوع ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځيان پریږدي.

مخکې امریکا ویلي و چې د خپلو پوځیانو شمېر به د ۲۰۱۶ کال تر پایه ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

د امریکا د ولسمشر د دې پریکړې هرکلی افغان ولسمشر اشرف غني او د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ کړی دی، دوی دواړو د اوباما پرېکړه له افغانستان سره د ناټو د مرستو د دوام لپاره مهمه ګڼلې ده.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې له ناټو او ملاتړیو څخه یې هیله لري چې د راتلونکو پنځو کلونو په مخه له افغان ځواکونو سره هر کال پنځه میلیارډه ډالر مرسته وشي.

ناټو بیا د افغانستان له حکومت غوښتي دي چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې پراخې هڅې وکړي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار د ډلې مسوول براډ اډمز روانه اوونۍ د ناټو د سرمشریزې په اړه وویل چې افغان حکومت باید د خپلو امنیتي ځواکونو د تیریو مخه ونیسي او ماشومان د امنیتي ځواکونو لیکو ته استخدام نه کړي.

د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار د ډلې مسوول براډ اډمز پر ناټو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د ملکیانو د ساتني لپاره جدي هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG