د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسجد نبوي برید: د ۱۲ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ کسان نیول شوي


ریاض وايي، پر مسجد نبوي برید کوونکي د نشه يي موادو سابقه لرله
ریاض وايي، پر مسجد نبوي برید کوونکي د نشه يي موادو سابقه لرله

پراګ - سعودي عرب وايي، پر مسجد نبوي د ځانمرګي برید په تړاو یې ۱۲ پاکستاني او اووه سعودي وګړي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جولای د اوومې پر شپه په یوه بیان کې وویل، د دوشنبې (ګل) ماښام مهال په مدینه کې پر نبوي جومات برید کوونکی ۲۶ کلن نایر النجیدي البلوي وو چې سعودي وګړی وو. بیان وايي، دې کس د نشه يي موادو کارولو سابقه لرله.

په دې برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي ول.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې هم د جولای پر څلورمه په قطیف سیمه کې د اهل تشیع جومات په وره کې هم درې ځانمرګي بریدونه شوي ول چې پکې مرګ ژوبله نه وه شوې.

بیان وايي، په قطیف کې برید کوونکي عبدالرحمان صالح محمد، ابراهیم صالح محمد او عبدالکریم الحسني نومېدل چې ټول حکومت ضد فعالان ول.

د سعودي عرب کورنیو چارو وزارت د نیول شویو ۱۹ وګړو نومونه نه دي ښکاره کړي.

د تېرې دوشنبې پر سهار وختي په جده کې د امریکا قونصلګرۍ مخې ته هم ځانمرګی برید شوی وو چې د امنیتي چارواکو په خبره د عبدالله ګلزار خان په نوم یوه پاکستاني وګړي کړی وو.

د ترهګرۍ په تور د ۱۲ مشکوکه پاکستانیو وګړو نیول کېدل د څه ښکارندويي کوي؟

پوځ په هند، افغانستان او نورو ځایونو کې ترهګري د بهرنیو چارو تګلارې وسیلې په توګه کارولې ده
بارنېټ روبېن

په نیویارک کې د نړیوالو اړیکو استاد او د جنوبي اسیايي چارو پوه بارنېټ روبین مشال راډیو ته وویل، پاکستان له مودې راهیسې ترهګري د یوې وسیلې په توګه کارولې ده:

((موږ لا نه یو خبر چې [په سعودي عرب کې نیول شوي پاکستاني وګړي] ريښتیا هم په ترهګرۍ کې ککړ دي او که نه. موږ ته دا هم نه ده معلومه چې ایا هغوی په پاکستان کې روزل شوي ول او که څنګه؟ د پاکستان ستونزه دا ده چې هلته پوځ په هند، افغانستان او نورو ځایونو کې ترهګري د بهرنیو چارو تګلارې وسیلې په توګه کارولې ده، نو په هغه هېواد کې د ترهګرۍ انفراسټرکچر یا بېخبنا موجود دی. دا هم ریښتیا دي چې پاکستاني پوځ د هېواد ضد ترهګرو پر ضد سخته مبارزه کړې خو د هغو طالبانو پر ضد یې هېڅ اقدام نه دی کړی چې افغانستان په نښه کوي. همداراز یې په پنجاب کې د مېشتو هغو ډلو پر ضد هم عملیات نه دي کړي چې هند په نښه کوي.))

که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی.
ډاکتر محمد تقي

بارنېټ روبین البته ټينګار وکړ چې تر اوسه داسې هېڅ شواهد نشته چې په سعودي عرب کې نیول شوي وګړي په پاکستان کې د ترهګرۍ له انفراسټرکچر سره تړلي ول.

روبېن وايي، ((سعودي عرب د القاعدې له لویې ستونزې سره مخامخ دی. او په تېرو کلونو کې یې ګڼ مشوک وسله وال نیولي دي.))

دی وايي، داسې ((زرګونه سعودي وګړي دي)) چې په افغانستان، شام او عراق کې جنګېدلي او جنګېږي.

د پاکستان [تړاو یا کنېکشن] د ترهګرۍ په پېښو کې ځکه موندل کېږي چې له تېرو ۳۰، ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان د ترهګرۍ او سختدریځۍ یو مرکز دی.
ډاکتر محمد تقي

د امریکا په فلورېډا کې د سیاسي چارو پوه ډاکتر محمد تقي هم پوهاند روبېن ته ورته خبره کوي خو وايي، ترهګري له ((یوه قام سره)) نه ده تړلې بلکې ((دا له نظریې او فکر سره)) زیاته تړلې وي:

((د پاکستان [تړاو یا کنېکشن] د ترهګرۍ په پېښو کې ځکه موندل کېږي چې له تېرو ۳۰، ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان د ترهګرۍ او سختدریځۍ یو مرکز دی.))

ډاکتر تقي وايي، ترهګري ځکه په ((وطنیت، قام)) پورې نه ده تړلې چې ((د جهادیانو نظریات ډېر خطرناک دي.))

دی وايي، دا افکار او فعالیتونه تر ((سرحدونو)) نه دي محدود.

ډاکتر محمد تقي زیاتوي، ((که افغانستان ته پاکستان اور وړی نو د پاکستان لمن ته هغه رسېدلی دی. دغسې مسله د سعودي هم ده. په تېرو ۴۰ کلونو کې سعودي هم په دنیا کې د جهاد د فکر لپاره صرفه، خرچه یې هم کړې ده او د هغې لپاره یې کومکونه هم ورکړي دي.))

پاکستان په سعودي عرب کې د وروستیو بریدونو غندنه کړې او حکومت او پوځ یې ریاض ته د هر ډول مرستو باور ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG