د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبک پوځیان د افغانستان په خاوره کې ناقانونه فعالیتونه کوي


ازبک پوځیان د تمرین په حال کې
ازبک پوځیان د تمرین په حال کې

راپور: مجیب الرحمان حبیبزی (د ازادۍ راډیو خبریال)

مزار شریف - د افغانستان په شمال کې د آمو سیند څنډې ته پراته افغانان د دې هېواد په قلمرو کې د ازبکستاني پوځیانو د غیر قانوني فعالیتونو په اړه اندېښنه څرکندوي او ترې شکایت لري.

بلخ ولایت کې د کلدارې او شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په آمو سیند کې د ازبکستاني جنګي کښتیو نظامي ګزمې زیاتې شوي او ازبک سرحدي سرتيري د افغانستان په قلمرو کې دننه ځوانان نیستي او بیایي زنداني کوي.

ملا عبدالرحیم د بلخ ولایت د کلدارې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه مشال راډیو ته وویل چې په آمو سیند کې د ازبکستان د نظامي کزمو له زیاتېدو سره سم د امو سیند په سواحلي برخو کې دوی ته هم امنیتي ګواښ او هم مالي زیانونه زیات شوي دي.

ملا عبدالرحیم وویل چې ازبکستاني پوله ساتي ځواکونه د افغانستان په قلمرو کې دننه افغان کب نیونکي او چوپانان چې ساحل ته نږدې په ځنګل کې په کار مصروف وي نیسي یې او زندان ته یې استوي.

ملا عبدالرحیم وویل:

" نږدې یو کال وړاندې څو تنه ځوانان ازبک ځواکونو ونیول چې تر دمه یې نه مړی او نه هم ژوندی معلوم دی، مونږ نیو خبر چې زنداني دي او که وژل شوی دي.

دا کسان یې د کلدار ولسوالۍ د قرن توقي له سیمې څخه چې خواجه غل سوار ته نږدې سیمه ده ونیول، دا ساحه د کلدارې ولسوالۍ او افغان دولت ته اړوند سیمه ده. دوی له همدې ځای څخه ۶ تنه بوتلل او څو تنه یې راخوشي شول خو تر دمه د دری تنو نورو مړي او ژوندي ورک دي."

د هغه په خبره چې ازبکستاني ځواکونو لخوا افغان نیول شوي ځوانان د ازبکستان په زندانونو کې د بې سرنوښتۍ په حال کې شپې او ورځې سبا کوي.

د کلدارې او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په امو سیند کې د ازبکستان د جنګي بېړیو حضور سبب شوی چې د افغانستان لوري ته د اوبو لنګر زیات شوي او سواحلي سیمې له سیند سره لاهو شي.

یواځې د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي ندي چې ازبکستاني ځواکونو پرې دا ناوړه ورځ راوستې ده، د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزه لري.

دوی وايي چې ازبک پوځیانو د دې ولسوالۍ له شپږ کلیو څخه چې پکې تطارق، جنګل آرق او هزاره توقه سیمې هم شاملې دي ۲۰ تنه ځوانان نیولي او لا هم په زندان کې اوسېږي.

د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالرشید مشال راډیو ته وویل چې د حبیب الله په نامه د هغه یوې خور زوی یې هم بیولی دی چې تردمه یې نه مړی او نه هم ژوندی څرګند دی.

هغه وايي، نه پوهیږي چې حبیب ژوندی دی او که ازبکستاني ځواکونو وژلی دی.

حاجي عبدالرشید زیاته کړه:

"زمونږ لوري ته چې شپون، کب نیونکی او تور اچونکی هر څوک چې وي د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کیږي، له چوب باش سیمې څخه یې حتا لس کاله مخکې یو کس ونیوه چې نه یې تر دمه مړی پیدا شوی او نه یې هم د ژوندي خبر چا ته رسېدلی دی.

هغه هلک زما د یوې خور زوی وو، چې حبیب نومېده او لا تر اوسه لاردکه دی."

پدې هلکه مو وغوښتل چې څو په بلخ کې د سرحدي پولیسو قومندان میر نعیم حیدري نظر هم له ځان سره ولرو، خو هغه پدې اړکه د معلوماتو له شریکولو ډډه وکړه.

لدې سره-سره بیا د بلخ والي ویاند منیر فرهاد مشال راډیو ته وویل چې افغان ځوانان د اقتصادي او مالي ستونزو له امله، د بې خبرۍ په حالت کې د شیرین بویې راټولولو او یا هم د کب نیونې لپاره د سیند خوا څنډې ته ورځي، چې د ازبکستاني ځواکونو لخوا نیول کیږي.

هغه وویل:

"دوی د آمو سیند په سواحلو کې اکثرآ د فقر او بې وزلۍ له امله د ازبکستان لوري ته د شیرین بویې راټولو او د کب نیونې په خاطر ځي، چې د بې خبرۍ په حالت کې د ازبکستاني سرتېرو لخوا نیول کیږي او له څېړنو او پوښتنو وروسته بېرته خوشي کیږي."

باید یاده کړو، چې د آمو سیند په سواحلي سیمو کې قومي مشران وايي چې د ازبکستان له لورې اکثرآ بی ګناه نیول شوي افغان ځوانان د ازبکستان په زندانونو کې د مخدره توکو او غیر قانوني کړونو په تور اوسېږي.

XS
SM
MD
LG