د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو سرمشریزه او اروپا


پراګ - د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګې خبریال براین وېټمور لیکي، شاوخوا دوه کاله مخکې د برتانیې په وېلز کې د ناټو سرمشریزه شوې وه. هغه مهال دا اتحاد په یو ډول بیړني حالت کې وو ځکه چې تر غونډې دوه میاشتې مخکې روسیې د اوکراین کرېمیا سیمه له ځانه سره تړلې وه.

وېټمور لیکي، دا ځل په سرمشریره کې ناټو اوږدمهاله پلان جوړوي. چارواکي وايي، د جمعې او خالي پر ورځو د ناټو په غونډو کې د شویو فیصلو اثرات به تر راتلونکو لسیزو پورې ولیدل شي.

دا ځل غونډه خاص پر یو داسې وخت هم کېږي چې دوه اوونۍ مخکې د برتانیا اکثریت وګړو له اروپايي ټولنې څخه د جلا کېدلو په حق کې رایه ورکړه.

وېټمور ځېنې مهمې نکتې بیانوي چې د ناټو په غونډه کې به ورباندې بحث کېږي. دا موضوعات د اروپا دفاع ګرد څرخي ځکه چې په ختیځ کې روسیه پرته ده او د چارو پوهانو په اند، اروپايي او امریکايي مشران فکر کوي چې د اروپا د سولې، امنیت او جمهوري ثبات ساتل ډېر اړین کارونه دي او صرف نظر کېدای نشي.

دوه کاله مخکې ناټو په اېستونیا، لاتویا، لېتوانیا، پولینډ او رومانیا کې پوځي تاسیسات جوړ کړل او د چټک غبرګون ځواک یې رامنځته کړ چې د خطر مخنیوي لپاره به تیار وو.

تمه ده چې په وارسا کې به د دې ختیز ځواک پر لا پیاوړي کولو هوکړه وشي او اېستونیا، لاتویا، لېتوانیا او په پولینډ کې به د ۱۰۰۰، ۱۰۰۰ سرتېرو بټالینونه جوړ کړل شي.

براین وېټمور لیکي، خو یوازې د بالټېک هېوادونه نه دي، بلکې شمالي اروپا هم ښايي دفاعي نظام ته اړتیا ولري. شنونکي او چارواکي وايي، همدا لامل دی چې سویډن او فېنلینډ هم ناټو ته نېږدې کېږي.

براین وېټمور لیکي، یوازې دا دوه محاذونه نه دي بلکې د اروپا په ختیځ او جنوب کې یوه بله اندېښنه هم موجوده ده. د کرېمیا له روسیې سره تر تړلو وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په وینا، د تور سمندرګي سیمه هم ښايي له خطر سره مخامخه وي.

شنونکي هم د اردغان له نظر سره موافق دي. همدا یې ښايي لامل وي چې رومانیا پلان لري چې د وارسا په غونډه کې ناټو ته د تور سمندرګي په اوبو کې د پخې او مسلسلې ګزمې کولو وړاندیز وکړي.

براین وېټمور زیاتوي، د وارسا په غونډه کې به د ناټو اتحاد غړي هېوادونه پر څلورم خطر هم خبرې وکړي. دا خطر د انټرنیټي بریدونو دی چې له کبله یې په لومړي ځل ناټو د انټرنیټ نړۍ هم د دفاع لپاره کارول پیلول غواړي.

XS
SM
MD
LG