د لاسرسي ځای

شامي پوځ د اختر په مناسبت یو طرفه اوربند اعلان کړی


شامي پوځ تر درو ورځو یو طرفه اوربند اعلان کړی دی.

د هېواد او نړیوالې رسنۍ وايي، دا اوربند د اختر په مناسبت اعلان شوی دی چې د جولای اتمې تر نیمې شپې به عملي وي.

د پوځ بیان البته دا نه ده مشخصه کړې چې د هېواد په کومو، کومو برخو کې به جګړه ییز فعالیتونه ځنډول کېږي.

په فبرورۍ کې د امریکا او روسیې په منځګړتوب د هېواد اوربند تر څه وخته برقرار وو خو بیا په ځېنو سیمو کې د نښتو او د څلور نیم کلن تاوتریخوالي پای ته په رسولو کې د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو تر پاتې راتګ وروسته اوربند مات شو.

په هغه هېواد کې د جګړو له کبله له دوه نیم لاکه څخه زیات کسان وژل شوي او ۱۱ میلیونه شامي وګړي بې کوره او کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG