د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هېواد "دښمنانو شیطاني ارزوګانې به پوره نشي": غني


پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې که سوله غواړي نو دروازه ورته خلاصه ده.

نوموړي د اختر په مناسبت په ویډیويي پیغام کې وویل، د سولې مخالفینو ته به جګړه ګرانه تمامه شي.

ده وویل، ((د جهل او شرارت د پیروانو کار او مقصد دا دی چې د افغانستان خلک همېشه نورو ته محتاج پاتې شي.)) خو پر دې سربېره، د غني په خبره، د افغان ولس ((عزم او همت)) او د افغان امنیتي ځواکونو ((شهامت او ایثار)) د هېواد ((دښمنانو ته هېڅ وخت دا اجازه نه ورکوي چې شیطاني ارزوګانې یې پوره شي.))

غني وویل، له څو کلونو راهیسې افغانان داسې اخترونه لمانځي چې ((په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د جنګ او شرارت اورونه بل دي.))

ده وویل، په دې تاوتریخوالي کې ((ځوانان، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژل کېږي.)) ده وویل، د جګړې له کبله کورنۍ ړنګېږي او ګڼ خلک کډوال شوي او په بېدیاګانو کې اوسېدو ته اړ دي.

افغان ولسمشر وویل، ((قاتلانې، خونکارې او شیطانې ډلې په اسلامي دنیا کې نه حکومتونه غواړي، نه اردو او پولیس غواړي، نه علم و مکتب زغمي)) او نه د پرمختیا اجازه ورکوي.

ولسمشر غني په داسې حال کې پر وسله والو طالبانو د سولې غږ کړی چې په روژه کې هم د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې جګړه روانه وه او بریدونه وشول.

XS
SM
MD
LG