د لاسرسي ځای

په ما دې وکو په تا وشه ــ په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه

نه حجره پاتې شوه، نه جومات او د کور خو راته غږ مه کوه. د باړې یو سپین ږیری بابا وایي، پخواني اخترونه اوس چېرته پاتې شول، د سړې ډوډۍ سره به خوشاله وو، د خپل پټي ساګ او غنم وو، ډېره ښایسته سیمه وه، او تر ټولو مهمه دا چې امن وو.

د باړې شکیل اپرېدی وایي چې کورونه وران شول نو د اختر مبارکی له به چیرته ورځي، خېمې ته؟

او اوس هسې هم یو په ”کما شو بل په اما“، له یوه بله په کېمپونو کې ورک شو، څه به اختر وي، څه به یې خوند:

اختر به وي جانان به نه وي ــ خدایه ته ورک کې بې دیدنه اخترونه

د وزیرستان او خېبر په بې کوره کړل شوو روژه هم سخته وه، او اختر یې هم ګران دی، نه یې د بچو نوې جامې شته، نه یې د مېرمنو هغه پخلي او نه د دوی هغه حجره او جمات کې راټولېدل.

په پښتنو کې تر ټولو بده ښېره ده: وایي ”خانه دې خرابه شه“، یعني کور دې وران شه. دا تر ټولو سخته خبره ده. او له دوی سره هم داسې وشو، کور او خانه یې ورانه شوه، او ”نه توره ګنا او نه سپینه“.

په ما دې وکو په تا وشه ــ په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه

د پښتنو د کورونو او سکولونو د ورانولو او تباه کولو خلک که په تورو جامو کې دي او که په سپینو کې دواړو غاړو پرې ښه زړه یخ کړ، د دغه دښمن لکه د اوښ فتنه ده، نه سړېږي او نه کمېږي.

چې نورې ټولې کانې یې پرې وکړې نو په اخره کې یې له سواته تر خېبره او وزیرستانه له کورونو په زوره واېستل، بیا یې ورله دغه کورونه وران کړل، او اوس یې په منتونو هم لا نه لېږي. د دښمن پر دوی دغه د خاورو کچه کورونه هم نه دي پېرزو، ځکه چې دغه د دوست په جامه کې دښمن پوهېږي د ده کچه کور څومره قیمتي دی، په میلیونونو او اربونو ډالرو یې خرصوي، خبره یوازې د کور هم نه ده، خو ولې د کور هم ده.

د باړې یو اپرېدی بابا وایي داسې نه ده چې ګنې پېښور یې خپل وطن نه دی خو هغه وایي کنه : خپله کوره او ګله کوره!

نه سپېلنی شوم نه لوګی شوم ــ نه لیونی شوم نه مې زړه صبر کوینه

XS
SM
MD
LG