د لاسرسي ځای

تازه خبر

رييس احمدزی: د اختر په ورځ سيالۍ ته ښه تيار يو


رييس احمدزی
رييس احمدزی

د جولايي په شپږمه، د چارشنبې په ورځ افغان کرکټ ملي لوبډله د سکاټ لينډ په وړاندې دوهمه يو ورځنۍ سيالي کوي. لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د باران له کبله بې نتيجې پاتې شو.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلی مرستيال روزونکی وايي دا به له وخته مخکې وي چې د نوي روزونکي، لال چند راجپوت کار ور ازول شي ځکه چې هغه اوس اوس دا دنده اخيستې. احمدزی زياتوي چې راجپوت تر کومه حده د لوبغاړو او هغه سره خبرې کړي نو داسې ښکاري چې د لوبډلې لپاره ښه پلانونه لري.

نوموړي مشال ريډيو سره په يوه مرکې کې وويل چې که څه هم روژې اوږدې دي خو د لوبغاړو په لوبه يې کوم اغېز نه دی کړی. هغه زياته کړې چې افغان لوبډله کوشش کوي چې افغانانو ته د راتلونکو سياليوو په ګټلو سره نوره خوښې راوړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستيال روزونکی رييس احمدزی وايي لوبغاړي کوشش کوي چې سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره د افغانانانو د اختر خوشالي يو په دوه کړي.

بشير ګواښ هغه سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې د راتلونکې لوبې د تياريانو په اړه پوښتنه کړې...

رييس احمدزی:غواړو د لوبې په ګټلو سره د افغانانو د اختر خوشالۍ يو په دوه کړو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG