د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جده کې ځانوژونکی بریدګر پاکستانی وو


د سعودي عرب په جده ښار کې د ګل په ورځ له امريکايي کونسلګرۍ سره نژدې تر ترسره شوي ځانمرګي بريد وروستو د سعودي کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ځانوژونکی بريدګر پاکستانی وو چې عبدالله ګلزار خان نومېدلو..

د ټولنيزو اړيکو پر وېبپاڼه ټويټر باندې د سعودي عرب داخله وزارت په يو پیغام کې ويلي دي چې عبدالله ګلزارله ۱۲ کالو راهیسې په سعودي عرب کې میشت وو .

د سعودي عرب داخله وزارت دا هم ويلي دي چې ګلزار خان له خپلې مېرمنې او کورنۍ سره په سعودي عرب کې میشت وو او ډرايوري يې کوله .

د پاکستان لخوا تراوسه په دغه اړهغبرګون نه دی راغلی .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحيل شريف په سعودي عرب کې د ترسره شویو دوو ځانمرګيو بريدونو غندنه کړې ده .

په جده کې له امريکايي کونسلګرۍ سره نزدې ځانمرګي بريد کې دوه امنيتي سرتېري ژوبل شوي ول. په سعودي عرب کې د امريکا سفارتخانې ويلي دی په هغه بريد کې یې د کونسلګرۍ ټول کارمندان روغ رمټ دي .

د ګل په ورځ د سعودي عرب مدينه ښار کې د مسلمانانو مقدس جومات مسجد نبوي (ص) ته نژدې یوه ځانوژونکي بريد څلور عسکر ووژل او پينځه نور یې ژوبل کړل، تر د دې وړاندې په قطيف ښار کې د شيیعه مسلمانانو له يو جومات سره جوخت دوې چاودنې وشوې خو مرګژوبله یې ده اړولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG