د لاسرسي ځای

'پاکستان باید افغانستان ته د ورتلونکیو وسله والو مخه ونیسي'


afghanistan: john mccain press conference Pic in kabul 2016/7/4

afghanistan: john mccain press conference Pic in kabul 2016/7/4

امریکايي سېنېټران جان مککېن او لینزي ګراهم وايي پاکستان باید په خپله خاوره کې د نورو وسله والو په ګډون دحقاني شبکې پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

دوی په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، پاکستان ته یې ویلي چې د امریکا او پاکستان، افغانستان او پاکستان د ښو اړیکو لپاره د ترهګرو ډلو پرضد اقدامات ضروري دي.

امریکايي سېنېټران جان مککېن او لینزي ګراهم چې تازه له پاکستانه کابل ته ولاړ، وايي، د پاکستان له پوځه یې غوښتنه کړې چې افغانستان ته د وسله والو د ورتلو مخه ونیسي.

جان مککېن وویل، د امریکا او پاکستان د ښې ملګرتیا با وجود هم د امریکا متحده ایالات توقع لري چې پاکستان د داعش، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پرضد لا ډېر اقدامات وکړي.

جان مککېن

جان مککېن

هغه زیاته کړه:

"موږ پر ډېرو موضوعاتو خبرې وکړې له پاکستان سره زموږ د ملګرتیا، اړیکو او د ګډ کارد اهمیت په اړه چې باید داعش او حقاني شبکې ته ماته ورکړو خو له پاکستان یره د قوي ملاتړ او ملګرتیا کولو سر بېره مو د حقاني شبکې د فعالیتونو د کمېدو او لمنځه وړلو هیله ترې کړې او په ورته وخت د نورو هغو ترهګرو ډلو چې په پاکستان کې فعالیت کوي."

روانه اوونۍ د جان مککېن په مشرۍ د امریکا سېنېټرانو څلور کیسزه ډلې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د راحیل شریف په ګډون له بېلابېلو پاکستانیو چارواکو سره لیده کاته وکړل.

وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیر عظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول چې له جان مککېن سره د لیدنې پرمهال به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان مبارزې دفاع وکړي.

یادو امریکايي سېنېټرانو همدا راز پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د شمالي وزیرستان مرکز میرام شاه ته ولاړ.

په ورته وخت کې بل امریکايي سناتور لینزي ګراهم بیا وايي چې په افغانستان کې باید امریکايي سرتېري د پاتې کېدو په اړه پرېکړه د مهالوېش له مخې نه بلکې موجوده حالاتو ته په کتو وشي.

نوموړی وايي ولسمشر اوباما باید د عراق له تجربې په ګټې اخیستو په افغانستان کې د حالاتو د کابو کېدو لپاره د امریکا سرتیرو شمېر کم نه کړي.

لینزي ګراهم

لینزي ګراهم

امریکايي سناتور لینزي ګراهم

نوموړي زیاته کړه:

"که ولسمشر اوباما په افغانستان کې د ۹۸۰۰ امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو پرېکړه وکړي دلته به یې هرکلی وشي خو ولسمشر غني موږ ته ویلي، په دې اړه به د اوباما د هر ډول پریکړې هرکلی وکړي او ولسمشر باید په دې اړه د عراق له تجربې په ګټې اخیستنې پریکړه وکړي."

دغو امریکايي سېنېټرانو له ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او وايي دواړو ته یې ډاډ ورکړی، له پاکستانه یې په څرګنده غوښتنه کړې چې د ترهګرو په اړه عملي اقدامات وکړي.

د پوځي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا متحده ایالات له پاکستانه دا ډول غوښتنه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته غوښتنې کړي خو پاکستان تر اوسه هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

ښاغلي ځاځي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل پاکستان د حقاني شبکې په ګډون د ترهګرو ډلو په پاللو کې خپلې ګټې ګوري او دوی ته تر هڅه وړاندې خپلې ګټې مهمي دي. خو پاکستاني امنیتي چارواکي بیا بیا ادعا کوي چې د ضرب عضب عملیاتو له مخې یې د ټولو وسله والو ضد ګام اخیستی دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG