د لاسرسي ځای

مردان کې بمي چادونې یو پولیسواله وژلی ۱۱ تنه ژوبل


د خیبر پښتونخوا د مردان په خواجه ګنج بازار کې نن سهار شاوخوا اته بجې یو بمي چاودنې د یو پولیس عسکر په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان ژوبل کړي دي.

د ژغورنې ادارې – یوولس – دویشت – ویاند بلال فيضي مشال راډیو ته وويل، چاودنهد خواجه ګنج بازار پر تورو چوک د يو دکان مخې ته شوې ده.

بلال فیضي وویل، په دې پېښه کې ټپي شوي ټول کسان یې روغتون ته وړي دي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

هېچا تر اوسه د دې چادونې زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG