د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې درې ورځنی ویر


په عراق کې د یکشنبې ورځې د ځانوژونکیو بریدونو په غبرګون کې درې ورځنی مات پيل شوی دی. د عراق وزیر اعظم حیدرالعبادي نن د پېښې ځای ولید.

عراقی پولیس وايي پرون یکشنبه په بغداد کې د ګڼې ګوڼې په یو سوداګریز مرکز کې د موټربم ځانمرګي برید په ترڅ کې چې ذمه واري یې اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې لږ تر لږه ۱۱۹ کسان ووژل او نږدې ۲۰۰ نور یې ژوبل کړل.

دا برید په ( کرادا ) ضلع کې رامنځ ته شوی. چارواکي وايي برید په یوه څو پوړیزه سوداګریزه ودانۍ ترسره شوی چې پکې په وژلو شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

کراده تر ډېره بریده شیعه میشته سیمه ده او روان کال د عراق تر ټولو خونړۍ سیمه ثابته شوې ده.

یو بل بمي برید د بغداد په ( الشاب ) سیمه کې وشو چې په ترڅ کې یې ۵ کسان ووژل شول. د امریکا سپينې ماڼۍ دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې له دې سره د امریکا هغه هوډ پياوړی کېږي چې باید د اسلامي دولت وسله واله ډله وځپل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG