د لاسرسي ځای

'د افغان کډوالو لېږلو کې دې نړۍ د پاکستان مرسته وکړي'


د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن

د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن

د اتوار په ورځ د امريکا کانګرس د پوځي خدمتونو کمیټۍ مشر جان مککېن په مشرۍ د کانګرس ېوې ډلې له سرتاج عزيز سره په اسلام آباد کې ولیدل.

د وزيراعظم بهرنیو چارو سلا کار سرتاج عزيز ویلي دي چې د پاکستان او امريکا ترمېنځه ښه اړيکې د دې سیمې د امن او کرارۍ لپاره ضروري دي. نوموړی زیاتوي چې هېواد یې په افغانستان کې د مفاهمتي عمل لپاره خپلې هلې ځلې کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر یوه خبرپاڼه وايي، د ملاقات پرمهال د سرتاج عزيز وینا وه چې پاکستان او امريکا ته د خپلمینځيو معاملاتو ښه کولو او اندېښنې لیرېکولو لپاره د پارلماني چارواکیو په کچ د دواړو ملکونو دورې کول پکار دي او د پاکستان او امريکا ترمنځ ښې اړيکې د دې سېمې د امن او کرارۍ لپاره ضروري دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې سرتاج عزيز امريکايي پلاوي ته په تېره مېاشت کې په اسلام آباد او تاشقند کې د افغان چارواکو سره شويو ملاقاتونو، د پاکستان او افغانستان د پولې انتظام، په پاکستان کې میشت افغان کډوالو او افغانستان کې مفاهمتي عمل پحقله تفصيلي بريفنګ ورکړ او وینا يې وه چې پاکستان په افغانستان کې د مفاهمتي عمل لپاره خپلې هلې ځلې کوي او افغان کډوال خپل ملک ته لېږلو کې دې نړيواله ټولنه له پاکستان سره مرسته وکړي.

په دغه مهال د سېنېټر جان مککین وینا وه چې هغوی له پاکستانه یو مثبت پېغام سره خپل ملک ته روان دي او په نړۍ کې مخ په زېاتېدونکو چېلنجونو په رڼا کې امريکا او پاکستان ته به په ګډه سره کار کولو او خپلمینځيو رابطو ته وده ورکولو ضرورت نور هم زیات شوی دی.

د سېنېټر جان مککېن وینا وه چې امريکا او پاکستان ګډ دښمنان لري او دواړه ملکونو ته به په ګډه سره د ترهګرۍ پرضد جنګ کول وي.

د سرتاج عزيز سره د ملاقات نه وړاندې د امريکا نه راغلي پلاوي د شمالي وزيرستان دورې پرمهال د وسله والو تباه کړل شوي پټنځايونو او مواصلاتي نظام هم معاینه وکړه.

پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند وايي چې دواړو ملکونو چارواکو ترمېنځ ملاقاتونه کېدل یو ښه ګام دی خو د پاکستان او امريکا ترمېنځه اړيکې په مکمله توګه نه شي خرابېدې ځکه چې د پاکستان حکومت د امريکا مرستو ته اړتیا لري او امريکا ته هم دا خبره معلومه ده،

ېاده دې وي چې د سېنټر جان مککېن په مشرۍ کې راغلي پلاوي د خالي په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز کې د جنرل راحيل شريف سره هم ملاقات وکړو او دوه اړخیزو چارو او د سېمې د امنیت علاوه د افغانستان په حالاتو يې خبرې اترې وکړې.

احمد الله- مشال رېډېو اسلام آباد.

XS
SM
MD
LG