د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر: مخالفین باید پوه شي چې پر ضد یې کړۍ تنګه شوېده


فایل فوټو
فایل فوټو

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار ویلي چې له دغه هیواد سره د چین پوځي مرستې د ترهګرۍ ضد مبارزې د پیاوړتیا په برخه کې څرګند پیغام دی.

د افغانستان د هوايي ځواک چورلکې
د افغانستان د هوايي ځواک چورلکې

محمد حنیف اتمر په کابل کې افغانستان سره د چین د پوځي مرستو د لومړي پړاو د تحویلۍ پر مهال وویل، مخالفین باید پوه شي چې د دوی په وړاندې د مبارزې کړۍ اوس راتنګه شوې ده.

چین د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې په کې ټرانسپورټي الوتکې، لوژسټیکي او نور وسایل شامل دي له افغانستان سره مرسته وکړه.

د چین هیواد په دې وروستیو کې د افغانستان د هوايي ځواک سره مرستې کړي چې د عامو افغانانو د خوښۍ وړ ګرځېدلې دي.

XS
SM
MD
LG