د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ډورن بریدونو کې د وژل شوو ولسي وګړ شمېر په ډاګه کړ


سپینې ماڼۍ ویلي چې په پاکستان، یمن، سومالیا اولیبیا کې د امریکا د ډرون په حملو کې له ۶۴ تر۱۱۶ ملکي وکړي وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د جمعې په ورځ دا مالوما د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د یوه تازه رپوټ پر اساس خپاره کړي دي.

رپوټ څرګندوي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې "سي ای اې" او دفاع وزارت له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵م کاله په دې هېوادونو کې ۴۷۳حملې کړې چې ۲۵۸۱ مشکوک ترهګر پکې وژل شوي دي.

په دې رپوټ کې د امریکا د جنګ په سیمه یعنې افغانستان، عراق او سوریه کې د ډرون حملې نه دې شاملې شوې.

خو د بشري حقونو یو شمېر خپلواکې ادارې اټکل کوي چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې به په دې سیمه کې د امریکا د ډورن الوتکوپه حملو کې تر۱۱۰۰زیات ملکي وګړي وژل شوي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG