د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستوري خېل وايي ، د پاکستان پوځ موږ خپلو سیمو ته نه پرېږدي


خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي.

خیبرایجنسۍ: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ستوري خیلو قبیلې کډوال وايي زر تر زره دې خپلو کورنو ته وليږل شي.

په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله بې کوره کړل شوي خلک وايي ، حکومت د باړې خلک ستانه کړل شو خو امنیتي ځواکونه یوازې د دوی قبیله نه پرېږدي چې خپلې سیمې ته ولاړه شي.

د یادې قبيلې يو مشر شمير خان اپريدي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې نړیوالو مرستندويه ادارو هم پر دوی خوارکي توکي بند کړي دي.

له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو زیاتره چارې په دې سیمو کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې – ایف ډي ایم اې – پر غاړه دي.

د دې ادارې چارواکي وايي چې دوي په دې لړ کې له امنيتي ځواکونو سره خبرې کوي او دا مسله به ډير زر هواره کړي.

په دې اړه د فرهاد شنواري رپوټ دلته واورئ.

ستوري خېل وايي ، د پاکستان پوځ موږ خپلو سیمو ته نه پرېږدي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG