د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: د ټولو وسله والو پر ضد پر یوه وخت عملیات تاوان لري


د پاکستاني وزيراعظم د بهرنیو چاروسلاکار سرتاج عزیز
د پاکستاني وزيراعظم د بهرنیو چاروسلاکار سرتاج عزیز

افغان او نړیوال چارواکي وايي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ناست دي او له هغه ځایه په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه پر مخ وړي.

اسلام اباد: د پاکستاني وزيراعظم د بهرنیو چاروسلاکار سرتاج عزیز خبرداری ورکړی دی چې که د ټولو وسله والو ډلو پر ضد په ډيره تيزۍ ګامونه پورته شو نو ښايي نتیجه یې برعکس وي او ورسره د ترهګرۍ بریدونه زیات شي.

سرتاج عزيز دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې وویل ، که داسې وشي نو په غبرګون کې به یې بریدونه وي هغه ځکه چې دوی (وسله وال) یوه ډله نه دي.

سرتاج عزیز د نړیوالې ټولنې دا تور رد کړ چې ګواکې پاکستان په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پر ضد د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

نوموړي وویل ، دا خبره هم بې ځایه ده چې ګواکې پاکستان د افغان طالبانو یو شمیر مشرانو ته لا هم په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

سرتاج عزیز دا څرګندونې له هغه شاوخوا یوه میاشت وروسته کوي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکېد افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې وواژی.

ملا اختر محمد منصور نه یوازې د پاکستان په خاوره کې ووژل شو بلکې ورسره دا هم په ډاګه شوه چې هغه ته د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ ورکړل شوي وو پر کوم چې نوموړي د نړۍ یو شمېر هیوادونو ته سفرونه کول.

افغان او نړیوال چارواکي وايي چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ناست دي او له هغه ځایه په افغانستان کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه پر مخ وړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د افغان ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل ، دوی له پاکستانه غواړي چې که چېري افغان طالبانو خبرو ته نشي حاضرولای نو له خپله هیواده یې باید وباسي.

XS
SM
MD
LG