د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: له افغان حکومت سره به همکارۍ ته دوام ورکوو


د هند ولسمشر پرناب مکهرجي وايي، نوی ډیلی به د هر ډول ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ هوډ ټینګ ساتي.

ولسمشر پرناب مکهرجي دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان ولسمشر ته د ډاډ ګیرنې په هغه پیغام کې کړې ده چې پر پولیسو د وروستۍ ترهګرې حملې په اړه کابل ته استول شوی دی.

د هند ولسمشر په دې پیغام کې ویلي: "په کابل کې دې ترهګريزې حملې یو وار بیا د هغو سختو ګواښونو یادونه وکړه چې ترهګرۍ ټوله سیمه له خطر سره مخامخ کړې ده. "

په پیغام کې ویل شوي چې هند به له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې اوږه په اوږه ولاړ وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG