د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:په ځانمرګي برید کې دوه تنه وژل شوي ۱۰ ژوبل دي


د افغانستان د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیانی وايي د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار پېنځمې ناحيې اړوند جوی هفت سيمه کې يوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د کوټ ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر حاجي حیات خان پر موټر چاودنه وکړي د پولیسو لخوا په نښه شوی دی.

خوګياڼی وايي ځانوژونکي برید ګر په زخمي حالت کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله د یوه دولس کلن ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور زخميان شوي دي.

نوموړی وايي زخميان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د دې پيښې زمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG