د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ازرباييجان او ارمنیا د ناګورنو قره باغ له کړکېچه ډډه وکړي'


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ازرباييجان او ارمنیا له ولسمشرانو سره په جلا، جلا ټيليفوني خبرو کې ټینګار کړی چې دواړه خواوې دې د ناګورنو قره باغ په اړه له کړکېچه ډډه وکړي.

نوموړي تېر ماښام له الهام عليېف او سېرژ سارکېسیان سره په خبرو کې وویل چې له ازربايي جانه په جلا کړل شوې سیمه ناګورنو قره باغ کې اوربند برقراره دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، کیري پر دواړو ولسمشرانو غږ وکړ چې د باور رامنځ ته کولو لپاره اقدامات وکړي او د سولې بهیر پرمختیا لپاره دې هغه نورې ژمنې هم پوره کړي چې دوی د مې پر ۱۶مه د ویانا او د جون پر ۲۰مه د سېنټ پیټرزبرګ په غونډو کې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG