د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استنبول پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدګر بهرنیان ول


د استنبول پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدکوونکي د روسیې، ازبکستان او قرغیزستان وګړي ول.
د استنبول پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدکوونکي د روسیې، ازبکستان او قرغیزستان وګړي ول.

یوه ترکي چارواکي ویلي، د استنبول پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدکوونکي د روسیې، ازبکستان او قرغیزستان وګړي ول.

دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، تېر ماښام ترکیو او غربي رسنیو ته تفصیل نه دی ورکړی. دا اعلان تر هغې لږ ساعت وروسته شوی چې ترکیو پولیسو وویل، د سې شنبې یا نهې پر ماښام د شوي برید په تړاو یې د درو بهرنیانو په ګډون ۱۳ مشکوک کسان نیولي دي.

پر اتاترک نړیوال هوايي ډګر په حمله کې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۲۳۰ څخه زیات ژوبل شوي ول. چارواکو اسلامي دولت ډله د حملې ذمه واره وبلله.

یوې حکومت پلوه ورځپاڼې ویلي، روسی بریدګر د داغستان وو. د قرغیزستان امنیتي ادارې پر دې خبر له تبصرې کولو ډډه کړې او په سمدستي ډول د ازبکستان له امنیتي ادارې سره په رابطه کې بریالي نه شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG