د لاسرسي ځای

په کوټه کې د امنیتي ستونزو له کبله ۱۴۴مه دفعه لګېدلې


پر موټر سایکل غبرګه سورلۍ باندې بندیز

پر موټر سایکل غبرګه سورلۍ باندې بندیز

د بلوچستان حکومت ویاند انوار الحق کاکړمشال راډیو ته وویل، په تېرو څو شپو کې چې د ترهګرۍ څومره هم پېښې شوې دي نو په هغوی کې ډېری موټرسایکل سورو کړې دي او تر برید وروسته تښتېدلي دي، نو ځکه صوبايي حکومت دغه بندیز ولګاوه.

د بلوچستان حکومت د صوبی په مرکزي ښار کوټه کې تر ۱۴۴ دفعې لاندې د وسلې پر ګرځولو او پر موټرسایکل غبرګو سورولو بندیز لګولی دی. حکومت دا ګام پر پولیسو او سرحدي عسکرو د زیاتېدونکېو وسله والو بریدونو په غبرګون کې اخیستی دی. په کوټه کې په تېره یوه اونۍ کې په هدفي بریدونو او چاودنو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې امنیتي سرتېري ول.

د بلوچستان حکومت ویاند انوار الحق کاکړمشال راډیو ته وویل، په تېرو څو شپو کې چې د ترهګرۍ څومره هم پېښې شوې دي نو په هغوی کې ډېری موټرسایکل سورو کړې دي او تر برید وروسته تښتېدلي دي، نو ځکه صوبايي حکومت دغه بندیز ولګاوه.

د ویاند په خبره د اعلا وزیر د ځاني دلچسپۍ په نتیجه کې به د ترهګرو پرضد اقدامات روان وي او ډېر ژر هغوی [شرخوښي] خپل منتطقي انجام ته ورسول شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کوچني اختر په ترڅ کې صوبايي حکومت ځانګړي ګامونه پورته کړي دي.

خو له مشال راډیو سره په خبرو کې عادي وګړو پر اوسني حکومتي ګام خوشیني ښودلې او زیاتوي چې له دې سره به یې ستونزې نورې سېوا شي.

په کوټه کې د ډان نیوز خبریال سید علي شاه وايي چې له دې حکومتي پرېکړې سره یه تر ډېره بې وزله او غریب ولس اغېزمن شي ځکه چې د هغوی د سورلۍ لویه ذریعه موټرسایکل وي. نوموړي په خبره که څه هم په کوټه کې د بلوچستان پخواني حکومت په کوټه کې د موټرسایکل پر غبرګه سورلۍ بندیز لګولی وو خو د ۲۰۱۳م کال په جون میاشت کې د صوبې پخواني اعلا وزیر ډاکټر مالک په مشرۍ نوي حکومت بندیز لیرې کړ.

دیادونی وړده چی په روانه اونۍ کې د کوټې پر عالمو چوک په یوه بمي چادونه کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي ول او ګڼ نور یې ټپیان کړي ول. ـ

دغه ډول د ناڅرګندو وسله والو کسانو د بریدونو په بېلا بېلو پېښو کې ۱۱ پولیس او سرحدي عسکر هم وژل شوي دي.

له دغه وروستیو پېښو وروسته امنیتي ځواکونو د مشکوکو کسانو پرضد په کوټه کې د هغوی لټون ډېر کړی دی چې د سرحدي عسکرو د ویاندخان واسع په وینا د دغه عملیاتو په نتیجه کې د پنجشبې/زیارت په ورځ کوټې په سریاب سیمه کې له سرحدی عسکرو سره په یوه نښته کې د لشکر جنګوي درې غړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG