د لاسرسي ځای

"پر استنبول هوايي ډګر بريدکوونکي د روسيې، قرغيزستان او ازبکستان وګړي ول"


پر استنبول هوايي ډګر د درو بريدګرو انځورونه

پر استنبول هوايي ډګر د درو بريدګرو انځورونه

که څه هم تر اوسه د استنبول پر اتاترک هوايي ډګر د بريد مسوليت چا نه دی منلی خو د ترکيې چارواکو ويلي چې دا بريد اسلامي دولت وسله والې ډلې تر سره کړی دی. چارواکي دغه بريدګر د روس، ازبکستان او کرغزستان يادوي. د جون پر ۲۸مه نېټه شوي دغه بريد کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شوی ول.

په عين حال کې چارواکي د دې پيښې په تړاو د ۱۳ نورو کسانو د نيولو خبر ورکوي چې درې يې بهرنيان دي.

په ترکيه کې روسي سفير اندرې کارلوو د بريدګرو د شناخت تر خبر خپرېدو وروسته ويلي چې په دې اړه معلومات نه لري. بلخوا د کرغزستان د کورنيو چارو وزير ايرنيس عثمانباييف مشال راډيو ته ويلي چې حکومت يې د راپورونو په اړه پلټنې کوي خو اوسمهال دا نشې ويلای چې د دوی د هېواد وګړی دې يو له دغو بريدګرو وي. خو د ازبکستان د امنيتي چارواکو په دې اړه هيڅ ډول بيان نه دی ورکړی.

ويل کيږي چې د کرغزستان او ازبکستان يو شمېر وګړي د داعش سرچينې دي چې منځني ختيځ ته د جګړې لپاره تللي دي. روسي چارواکو هم ويلي چې د دوی زرګونه وګړي له داعش سره د يو ځای کېدو لپاره سوريا ته تللي دي چې د دې وسله والې ډلې د بهرنيانو ۱۰ سلنه برخه جوړوي.

هغه ترک چارواکي چې د درو بريدګرو د تابعيتونو په اړه يې رسنيو ته خبر ورکړی، د دوی نومونه نه دې په ډاګه کړي. د چارواکو په وينا بريدګر هوايي ډګر ته په ټېکسي کې تللي ول. د ترکيې حريت ورځپاڼه د ټېکسي موټروان د خولې خبر ورکوي چې بريدګرو په بهرنۍ ژبه خبرې کولې.

د ناټو غړی هېواد ترکيه له سوريې او عراق سره اوږده ګډه پوله لري. ترک چارواکو په تېر کال کې په دغه هېواد کې د شوو يو شمېر بريدونو تور پر اسلامي دولت وسله والې ډلې پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG