د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: د دوو پولیسانو په کډون درې کسان وژل شوي


په ډېره اسماعیل خان کې د ډزو په جلا، جلا پېښو کې د دوو پولیسانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

نن سهار وختي یوه پولیس چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، درېواړه پېښې د تېرې ورځې په اوږدو کې په مدینه کالونۍ، ډیال سړک او باټیه بازار کې شوې دي.

دی وايي، پر موټر سایکلونو سپرو وسله والو د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې یو ډي اېس پي نور محمد، پولیس سرتېری شاهزېب مسود او یو اهل تشیع دکاندار ندیم ووژل.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني د حملو ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG