د لاسرسي ځای

ننګرهار: افغان ځواکونه د ۲۲۵ داعشیانو وژلو ادعا کوي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په کوټ ولسوالۍ کې د وژل شویو داعشیانو شمېر ۲۲۵ تنو ته پورته شو.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږياڼی وايي په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې يوې اونۍ په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو په جریان کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي په کوټ کې د وروستیو عملیاتو پر مهال په درې لویو قریو کې ۴۵ کلي هم د داعش له شتون څخه بشپړ پاک شوي دي.

د ده په خبره په کوټ کې د تېرې اوونۍ پر مهال د داعش ډلې له لورې ۲۰ امنیتي منسوبین او ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې په یاده ولسوالۍ کې به عملیات تر هغې دوام وکړي، تر څو په بشپړ ډول سیمه د داعشیانو له شتون څخه پاکه شوې نه وي.

داعش وسله والو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG