د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر افغان سربازانو ځانوژونکي برید نژدې ۳۰ تنه وژلي


کابل: پر افغان سربازانو ځانوژونکي برید ګڼه مرګژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:40 0:00

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو اکاډمۍ پر فارغانو د پنجشنبې ورځ د طالبانو په یوه ځانوژونکي برید کې شاوخوا دېرش کسان وژل شوي او اته دېرش نور ژوبل دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل حمله نن غرمه مهال د هغو پولیسو پر موټرو شوې چې د میدان وردګو له پولیسو اکاډمۍ تازه فارغه شوي ول.

د ښاغلي صدیقي په خبره د برید څېړلو لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی او جدي څېړنې یې پيل کړي دي.

تر دې وړاندې د کابل امنیې کومندان ویلي چې د پولیس سربازانو پنځه ګاډی له میدانه وردګ د هېواد پلازمېنې ته پر لار ول چې د کابل او غزني پر لویه لار د حیدر خان قلعه له سیمې سره په کرولا ګاډي کې د یوه ځانوژونکي تر برید لاندې راغلل.

افغان ولسمشر د میدان وردکو د پولیسو د اکاډمۍ د فارغانو پر موټرو حمله غندلې او امر یې کړی چې له میدان وردک نه کابل ته د یادو پولیسو د انتقال مسله ژر وڅېړل شي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د ولسمشر په حواله ویلي چې په روژه کې د طالبانو له خوا د خلکو وژنه د هغوی د ماتې نښه ده او که چیرته د پولیسو په انتقال کې کومه تېروتنه شوي وي ژر به تعقیبي اقدامات وشي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفارت په پولیسو او ملکیانو باندې نننۍ حمله ظالمانه او نه بښونکې بللې ده.

د یاد سفارت په یوه بیان کې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودل شوې او افغانستان ته د سولې او امنیت په راوستلو کې د امریکا د مرستو ډاډ ورکړل شوی دی.

په کابل کې یوه اونۍ وړاندې هم د کاناډا پر سفارت مامور د نېپاليو ساتونکیو پر ګاډي په برید کې لس تنه وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG