د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو نېټه وغځول شوه


د حکومت په دې فېصله باندې افغان کډوال وايي چې باید حکومت دا نېټه نوره هم وغځوي ځکه چې پاکستان کې مېشت کډوالو که یوا خوا دلته خپلوی کړې نو بل پلو ېې لوی لوی کاروبارونه شورو کړې نو دومره زر یې ستنېدل ممکن نه دي.

د پاکستان حکومتد رجسټرډ افغان کډوالو د ايسارتیا په موده کې د ۶ میاشتو غځولو اعلان کړی دی او وايي، اوس به د افغان کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او له افغانستان سره خبرېپيلوي چې پکې به د افغان کډوالو کېمپونو ته لېږلو او وطن ته د ستنېدو چارو باندې خبرې کېږي.

د شورو په ورځ اسلام اباد وزیر اعظم هاوس لخوا جاري شوي یو بیان کې ویلي دي چې وفاقي حکومتپه پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوالو د اېسارتیا په موده کې د ۶ میاشتود پراختیا اعلانوکړو چې د جون پر ۳۰ نېټه پای ته رسېږي.

بیان زیاتوي چې له دې روستو به حکومت له افغانستان حکومت سره مزاکرات شورو کوي چې پکې به د افغان کډوالو د واپسئ لپاره کړن لاره ټاکل کېږي.

کله چې مشال راډیو د حکومت په دې فېصله د یو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې د وياندې دنیا اسلم خان نه وپوښتل نو هغې ووېل (تاسو ته مالومه ده چې کوم اولنۍ ۶ میاشتې وخت ورکړل شوی وو نو هغه نن په ۳۰ جون ختمېدو نو تر د تېر ۲۹ جون پورې څوک هم د پاکستان د نوې پالېسۍ په حواله سره څوک خبر نه وو او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو سره په دې اړه ډېرې اندېښنې وې نو له دې نوې فېصلې د دې خلکو یوه ډېره غټه ستونځه هواره شوه او له دې فېصلې به پاکستان او افغانستان ته وخت ترلاسه شي او په دې موده کې به دوی د افغان کډوالو د واپسۍ لپاره کړنلاره وټاکي نو موږ ګڼو چې دا د پاکستان حکومت یو ډېر ښه ګام دی.)

د حکومت په دې فېصله باندې افغان کډوال وايي چې باید حکومت دا نېټه نوره هم وغځوي ځکه چې پاکستان کې مېشت کډوالو که یوا خوا دلته خپلوی کړې نو بل پلو ېې لوی لوی کاروبارونه شورو کړې نو دومره زر یې ستنېدل ممکن نه دي.

د خېبرپښتونخوا له هري پور ښاره یو افغان کډوال ستانکزي بهیر په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

(۶ میاشتې خو بېخي کمې دي ځکه چې درې میلیونه یا څه باندې درې میلیونه خلک په ۶ میاشتو کې بېرته لېږل دا ډېر ګران کار دی ځکه چې دا خلک په څه کم څلوېښتو کلونو کې دلته راغلي دي نو بېرته تګ د دې لپاره ټرانسپورټېشن نو ان تر دې چې یو اېن اېچ سي ار هم دومره لږ وخت کې د دوی د تګ بندوبست نه شي کولای نو زه وایم چې دلته کومو خلکو کاروبار شورو کړې هغه خلک په دې موده کې هغه خپل قرضونه هم نشي راټولولې نو پکار وه چې دا وخت نور هم وغځوي خو موږ به څه ووایو د دوي خپله فېصله ده نو)

یاده دې وي چې دې روستیو کې د خېبر پښتونخو صوبايي حکومت ویلي وو چې د دوي په صوبه کې د لسو لکو پورې رجسټرډ او هم دا رنګ په لويي شمېر کې غېر رجسټرډ افغان کډوال میشت دي او له ۳۵ کلنو راهسې د دوي مېلمستیا کوي خو اوس وخت راغلې چې دا خلک بېرته خپل وطن ته ولېږل شي.

کله چې مشال راډیو په دې بیان باندې د خېبرپښتون خوا حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني نه وپوښتل نو د هغه وېنا وه:

(یو ځل خو په رېښتیا دا خلک نشي ویستلې کېدايي ځکه چې په دومره لوې شمېر کې خلک دي او وخت ورکول لازمي وو. خو زموږ دا دریځ دی چې یو وخت دې ورکړل شي یوه نېټه دې وټاکل شي چې کله به ېې واپسي کېږي نو موږ غواړو چې یوه نېټه ورکړې شي چې د فلانکئ نېټې نه به د دوي واپسي شورو کېږي. نو دې لړ کې چې زموږ لخوا کومه مرسته پکار وي موږ ېي ورکولو ته تیار یو. خو هر ځل وخت ورکول سمه خبره نه ده ځکه چې زموږ صوبه د ستونځو سره مخامخ ده او د امنیت مسله هم ده نو موږ دا هم وایو که افغان کډوال دلته ایسارول وي نو بیا دې د ټولو نوم لیکنه وکړل شي بغیر له نوم لیکنې د دوي ایسارتیا نه ده پکار)

د ذکر ده د یو این اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي دې روستیو کې د پاکستان دوره کړې وه او دې دوران يي اعلان کړې و چې کوم افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي د هغوي امدادي رقم به دوه چنده کولی شي.

XS
SM
MD
LG