د لاسرسي ځای

تازه خبر

د استانبول پر هوايي ډګر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ ته ورسېد


د ترکیې چارواکي وايي، په استنبول کې د اتاترک په نړیوال هوایي ډګر شوي ځانوژونکي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۴۱ ته رسیدلې ده.

د نهې په شپه ناوخته شوي دې بریدونو کې ۲۳۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

په وژل شویو کې ۱۲ بهرنیان او نور ترکان دي.

د مارچ په میاشت کې د برسلز په هوايي ډګر له ترسره شوي بمي بریدونو سره د یو شان والي په اساس د ترکیې وزیراعظم بن علي یلدرم ویلي دي چې د ابتدايي مالوماتو نه څرګندېږي دا بریدونه د اسلامي دولت وسله والې ډلې ترسره کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په ورځ له ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټېلیفون خبرې وکړی او هغه ته یې وړاندیز وکړ، که په تحقیقاتو کې مرستې ته اړتیا وي یا هم د ترکیې د امنیت په برخه کې څه ضرورت وي واشنګتن همکاري ته چمتو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG