د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د وسله والو طالبانو یوه درې کسیزه ډله په هلمند کې نیول شوې ده.
د دغه ریاست لخوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې په نیول شوو کسانو کې د مولوی نعمت الله په نوم د وسله والو طالبانو د ځانمرګي برید مسوول هم شامل دی.
ملي امنیت ریاست وایي چې نیول شوي کسانو غوښتل چې په لښکرګاه ښار کې ځانمرګي برید وکړي.