د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو د کارتونو موده وغځېده


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، د هغې موافقې له مخې چې له اسلام اباد سره مخکې لاسلیک شوې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامت کارتونه د ۲۰۱۷ کال تر اخره د اعتبار وړ دي. خو د چارشنبې په ورځ پاکستان د افغان کډوالو د استوګنې کارتونه د روان کال تر پای پورې تمدید کړل.

د کډوالو د چارو د وزارت ویاند اسلام الدین جرات مشال راډیو ته وویل چې د ملګروملتونو د کډوالو د چارو د ادارې مخې ته پاکستان منلې وه چې د افغان مهاجرو د استوګنې کارټونه به د ۲۰۱۷ کال تر اخره پاکستان تمدیدوي.

ده وویل:"د هغې درې اړخېزې موافقتنامې له مخې چې موږ د ۲۰۱۶ کال په لومړېو او یا د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې په کابل کې له پاکستان سره کړې وه. په هغې کې دا واضح شوې وه چې د ۲۰۱۷ کال تر اخره به په پاکستان کې د کډوالو حضور تمدیدیږي."

د پاکستان وزیر اعظم د چارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د افغان کډوالو لپاره ټاکلي ضرب الاجل ته یوه ورځ پاتې وه، د استوګني کارتونه تمدید کړل.

د اوس لپاره په پاکستان کې یو نیم میلیونه افغانان د استوګني کارتونه لري او شاوخوا یو میلیون نور پرته له سناده په دغه هېواد کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG