د لاسرسي ځای

نورستان کې افغان ځواکونو د ۷۲ وسله والو وژلو ادعا کوي


په افغانستان کې د نورستان سېمه ییز چارواکي وایي په کامدیش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

دا خبرې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وکړې.

نوموړي وویل چې دغه بمباري تېره ورځ ناوخته شوی.

خو تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG