د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پلوي یاغیان د سوریې بوکمال ښارګوټي ته نژدې شوي


یوې څارونکې ډلې او یوه یاغي کمانډر ویلي د عراق له پولې سره جوخت د سوریې په ختیځه صوبه دير اېل ـــ زور کې د امریکا ــــــ پلوو یاغیانو عملیات پیل کړي چې د اسلامي دولت وسله والو تر ولکې لاندې دغه ښارګوټۍ بیرته ونیسي.

په شامکې د بشري حقونو لپاره څارونکیو د سېشنبې په ورځ ویلي د نوي سوري پوځ جنګیالي د بوکمال ښارګوټي ته نږدې شوي دي.

دې ډلې له لندنه په رپوټ کې ویلي چې په بوکمال کې د داعش وسله وال د جګړې لپاره تیار شوي او د ښار دوکانونه د جګړې له ویرې بند شوي دي.

د بشار ال اسد رژیم مخالف یوه قوماندان چې خپل نوم یې نه دی څرګند کړی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بوکمال ښار د ازادۍ لپاره یې عملیات پيل کړي دي.

د بوکمال نیول به دعراق او سوریې ترمنځ د داعش د وسله والو د تګ راتګ لړۍ وشلوي.

نوی سوری پوځ ۱۸ میاشتې وړاندې له هغه یاغیانو تشکیل شوی دی، چې د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت وسله والو پسې واخیستل. په سوریا او عراق کې د داعش ضد دغه یاغیانو مرسته امریکا پلوې ټلواله کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG