د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ظرفیت لوړونې سره ښځې د تصمیم نیونو جوګه ګرځي


په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې وايي کچیرې د ښځو ظرفیت لوړونې او د کاري وړتیاوو لوړولو ته پاملرنه وشي، نو هغوی به په مهمو پریکړو کې او مشورو کې د ونډې اخیستو او ګډون جوګه وګرځي.

دوی وايي که څه هم د ملي یووالي د نوي حکومت په رامنځته کیدو سره د هېواد په سیاسي چارو او تصمیم نیونو کې د ښځو ونډه ډېره شوې، خو لا هم په ډېریو ولایتونو او اطرافي سیمو کې ښځې د رسمي دندو او تصمیم نیونو له لازمو وړتیاوو برخمنې نه دي.

دوی یادې څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په پریکړو کې د ښځو د ګډون د ارزښت تر سرلیک لاندې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي لخوا د جوړ شوي پرانیستي بحث پر مهال مشال راډیو ته وکړې.

د خوست د ولایتي شورا استازې زهره جلال وویل، چې په وروستیو کلونو کې د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلون راغلی او د پریکړو صلاحیتونه يې ترلاسه کړي، خو د دې په وینا چې ښځې د ظرفیت لوړونې په برخو کې جدي پاملرنې ته اړتیا لري، تر څو د دوی ونډه په تصمیم نیونو کې ډېره شي.

((د پخوا په پرتله د نوي حکومت توجه ښځو ته ډېره ده، څلور ښځینه وزیرانې ګمارل شوي، په نږدې ټولو وزارتونو کې یوه، یوه مرستیاله ښځه ټاکل شوې او په ځنو بهرنیو هېوادونو کې ښځې د سفیرانو په توګه ګمارل شوي دي، خو رفیت لوړونې ته اړتیا لري، تر څو د ښځو ونډه په پریکړو کې ډېره شي.))

په ګردیز کې د یوناما دفتر یو تن استازی دلاور دلاور وايي، دوی غواړي پدې بحثونو سره ښځې تصمیم نیونو ته وهڅوي، ځکه په پریکړو کې ښځو ته حق ترلاسه کولو سره د هغوی د ژوند هراړخیز پرمختګ تړلی دی.

دلاور دلاور زیاتوي:

((د دې بحث تمرکز پدې باندې ده، چې ښځې دې ته تشویق کړو چې فامیلي ژوند کې تصمیم ګیري نه نیولې بیا تر غټې کچې باندې په ټولنیز ژوند کې په پریکړو کې دوی ته سهم ورکړل شي، دې حق سره د ښځو د ژوند هغه هر اړخیز پرمختګ تړلی ده.))

مدني فعاله نسرین احساني وايي، چې ښځې هم د نارینه وو په شان د مشورې ورکولو او تصمیم نیونو وړتیاوې لري.

نسرین احساني وړاندې وايي:

((نظرونه مختلف دي کیدای شي د نارینه وو نظرونه هم هر وخت قانع کوونکي نه وي، د ښځو نظرونو کې هم کیدای شي، کمۍ وي، لکه څرنګه چې نارینه وروڼه کولای شي نظر ورکړي او تصمیم ونیسي ښځې هم کولای شي نظر ورکړي او د مسایلو په پریکړو کې ګډون وکړي.))

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي وايي، چې د اسلام د دین د خورولو له ابتداء نه له ښځو مشورې اخیستل شوي او دوی په اسلامی حجاب کې مهمې دندې سپارل شوي دي.

مولوي شاه محمد محمدي په اسلام کې د ښځو د مقام په اړه داسې وايي:

((ښځه هم په امت مسلمه کې نیم امت دی او کولا شي ډېر کارونه پر مخ بوځي، لکه د حضرت عمر صیب په خلافت کې شفاء بنت عبدالله بنت عبدالشمس دغه ښارواله مقرره وه، بي بي عایشه رضی الله عنها چې د ټول امت مور بللی کیږي، د دین په ډېرو مسایلو کې لدې نه مشوره اخیستل شوې ده، علماوو نه د ښځو د تعلیم مخه نیولې او نه هم د دوی نه د مشورې اخیستلو، البته د دوی د ستر د ساتلو خبره مهمه ده، دوه سورتونه په قران پاک کې د ښځو په نومونو راغلي دي، چې یو سورت النساء ده او بل هم سورت مریم.))

که څه هم د افغانستان د ملي پرمختیا سټراتيژي پر اساس باید تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه دېرش سلنې ته ورسیږي او په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو د ګډون او رهبری لپاره نوي فرصتونه او میکانیزمونه رامنځته شي، خو تر اوسه په ولایتونو کې په حکومتي چوکاټ کې د ښځو ونډه لږه ده او د جګړو په ډېریدو سره ښځو لپاره د کارکولو چاپیریال نور هم محدود شوی دی.

XS
SM
MD
LG