د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د روژې په لومړیو شلو ورځو کې ۹۰ کسان وژل شوي


روژه د صبر او زغم مياشت ده خو د پښتنو په ټولنه کې د روژي په مياشت کې د جنګ جګړو پېښې زياتې شي.

د پېښور پوليسو د شمېرو له مخې د روژې مياشتې په لومړیو شلو ورځو کې د جنګ جګړو او تاو تريخوالي په پېښو کې يواځې په پيښور کې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

د دين اسلام عالمان وايي چې د صبر په مياشت کې هم د جنګ جګړو لامل جهالت دی.

د پېښور اېس اېس پي اپرېشن له دفتره د ترلاشه شویو مالوماتو له مخې په پېښور ضلعه کې د روژې میاشتې په لومړیو شلو ورځو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي او تر ۵۰ زیات ژوبل شوي دي. د پولیس د مالوماتو له مخې د عامو ورځو په نسبت په روژه میاشت کې زیات مرګونه شوي دي.

د ریسکیو ۱۱۲ ویاند بلال فیضي وايي، چې د ګاډو ټکر او تاوتریخوالي په پېښو کې د زیاتوالي له وجې یې د خپلې ادارې د کارکوونکیو رخصتیانې هم ځنډولې دي.

نوموړی زیاتوي چې ډېری پېښې تر روژه ماتي مخکې کېږي. د روژې میاشتې په لومړیو شلو ورځو کې مو ۱۶۲ پېښې درج کړې دي، په دې کې مو تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته ابتدايي طبي مرسته ورکړې او روغتون ته هم لېږدولې دي.

عالم دین مفتي محمد ابراهیم وايي، د روژې هدف زغم او صبر دی او له نورو خلکو سره د خواخوږۍ او مرستې کولو مشق دی. د ده په خبره د جنګ جګړو بنیادي سبب ناپوهي او جهالت دی.

(د اسلام او روژې د ټولو عباداتو تعلیمات دا دي، چې سړی صبر وکړي، بلکې د اسلام دا تعلیمات دي، چې خپل حقوق دباو کړه، د خپل ورور د ګاونډي یو مسلمان حتا په اسلام کې د ځناورو هم حقوق دي، د هغوی خیال وساته. په یو حدیث کې دا هم راغلي دي، چې د روژې میاشت کې چې یو څوک که یو چا ته تېزه خبره هم وکړي نو دی باید دا ورته ووايي، چې د الله تعالی لپاره مې معاف کړی یې، زما روژه ده. نو د روژې مقصد هم دا دی چې سړی زغم او صبر زده کړي.)

د اېس اېس پي د دفتر له مخې په روژه کې د ګاډو جنګېدو په پېښه کې هم زیاتوالی راغلی دی، چې یوازې د روژې په میاشت کې تر ۱۵ زیات کسان مړه او تر یو سلو زیاتو ژوبل دي.

د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې هم پر دغه موضوع په بحث کې مېلمنو دا وویل چې د پاکستان په مېډیا، فلم او تعلیمي نظام کې تشدد خورول کېږي چې په ټولنه کې یې له ورایه اغېز ښکاري. دوی ټینګار درلود، پکار ده چې د پاکستان ریاست د عدم تشدد، امن او زغم رویو خورولو لپاره خپله سرکاري مشینري پر کار واچوي.

XS
SM
MD
LG