د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستا له خیره مې توبه ده!


د تیرا اکاخېلو یو سپینږیری بابا وایي، نه راشن راکوي، نن سر پناه او نه مو واپس خپلو کلیو ته پرېږدي، دغه اپریدی بابا په خپله ستړې لهجه کې دا هم وایي، راشن دې له خپلځان سره سمبال کړه صېبه خو موږ تیرا ته ولېږه.

دا د یو قام هغه اخري بې بسې ښيي چې ګنې یو قوت چې په پاکستان کې ورته اکثره خلک درېم قوت هم وایي، دومره زوره ور شوی دی، چې له یو قام سره د خپلو ښځو او بچو له کوره هم وباسي، بیا یې کورونه هم ورانوي، په کلي کې یې څه هټۍ یا دوکان وي نو هغه هم ورته ورانوي، سکول خو یې له مخکې له خیره سره وران پروت دی، او روغتون خو له سره وو نه، په حجره یې هم بم راپرېوتی، او جمات کې یې هم چاودنه شوې ده. او اوس چې څوک یې په ۲۰۰۹ کې له کوره وېستي، څوک یي ۲۰۱۰ کې او څوک یي بیا په ۲۰۱۴ کې، خو ورته یې دا هم ویلي تر هغو کلي ته مه ځه تر څو چې درته ما ډنډه نه وي اوچته کړې.

مشران وایي الله پاک لوی قدرت لرونکي ذات دی، خو په ځینو سیمو او هېوادونو کې داسې دریم قوتونه هم شته چې ستا د قسمت فیصله کوي، ستا د ژوند، د تګ راتګ او حتا چې ستا د خوړو فیصله به هم کوي، چې خوښه یې وي، راشن به درکړي، ګنې هم داسې لوږې تندې تېروه د هغه له پلاره پرې څه ځي.

په یوه سیمه کې یو قام څه نا څه پنځه زره کاله زوړ تاریخ لري، دود دستور، حجره جمات لري، خپل ساده ژوند د خپل پټي له جوارو او سابو سره تېروي، خو بیا یې هم دریم قوت په ارامه نه پرېږدي.

او ولې یې پرېږدي چې تا وږی وساتي نو د ده کور کې به خواړه راځي، چې ستا د بچې سکول وران کړي، نو د ده په سیمه کې به سل سکولونه جوړ شي، چې ستا سپینږيری مشر ووژنې نو دی پرې خپل کشر مشر کړي. او ستا اتلان، مشران، خدایي خدمتګاران ستا بچو ته غلا ښيي او د خپلو غلو نه اتلان جوړوي. ستا یو کالو خان یې غل کړ، باچا خان یې غداره کړ، احمد شاه بابا یې ډاکو کړ، او لا هم ستا تاریخ راسپڼي.

چې ستا لور په سر وولي نو دی به مخکې ځي، چې ستا جونګړه ورانه کړي، نو دی به پرې خپله حوېلي جوړوي. دا خو څه داسې نه ده کنه چې ستا وینه هېڅ بې هېڅه تویېږي، دا خو ډېر قیمت لري، او بیا نړیوال مارکیټ کې ډېر په ګرانه بیعه خرڅېږي، خو اې زما ساده پښتونه تا تا څه پته ده؟

هغه یو متل دی وایي:

ستا له خیره مې توبه ده ــ خو داسپي دې رانه کورې که

XS
SM
MD
LG