د لاسرسي ځای

اردغان وايي ترکیه او روسیه به زغرده پخلا شي


د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، هیله من دی چې له روسيې سره به یې زرغرده اړیکې پرځای شي. نوموړي دغه څرګندونې د وژل شوي روسي پيلوټ له کورنۍ سره تر غمرازۍ وروسته وکړې چې الوتکه یې ترکیو ځواکونو نسکوره کړې وه.

ښاغلي اردغان د جون پر ۲۷ مه وویل: زه هیله لرم، موږبه خپل اوسنی حالت ترشا پرېږدو، چې د دواړو هېوادونو په تاوان دی او د اړیکو زغرده سمولو پرلوري ګام واخلو.

بل پلو د ترکي وزیراعظم ( بن علي یلدرېم ) په خپل یو ټویټر پیغام کې ویلي چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان او د هغه روسی سیال ولاديمیر پوتین به د روانې میاشتې په پای کې په ټېلیفون وغږیږي.

XS
SM
MD
LG