د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘پاکستان دې په خپله خاوره د طالبانو ضد اقدامات وکړي’


د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند وايي، د افغان طالبانو اکثره مشران اوس هم په پاکستان کې دي او که اسلام اباد له کابل سره د سولې په لار کې مرسته کول غواړي نو په خپله خاوره کې دننه باید د دغو طالب مشرانو پر ضد اقدامات وکړي.

دواخان مینه پال دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته مشال راډیو ته وکړې چې د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پاکستانیو رسنیو ته ویلی ول د ضرب عضب عملیاتو نه پس افغان طالبان افغانستان ته اوړېدلي او له هماغه ځایه جګړه تنظیموي.

سرتاج عزیز دا هم ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې دا مهال په ټپه درېدلي او وخت به وغواړي چې له سره بېرته پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG