د لاسرسي ځای

حقانیه مدرسه پیسې: 'ترهګري ته د قانوني بڼې ورکولو مانا لري'


د پاکستان پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د یو لوی ګوند (پيپلز پارټۍ) مرستيال مشر اصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا حکومت له خوا د مولانا سميع الحق په مشرۍ حقانيې مدرسې ته د ٣٠٠ ميليونو روپيو په ورکولو اندېښنه ښودلې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې، ښاغلي زرداري د يکشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي، له حقانيې مدرسې دا مرسته د دغه مدرسې د ملاتړ او ترهګرۍ ته د قانوني حيثيت ورکولو په مانا ده او په خبره يې، چې دا مرسته به ښايي د ترهګرو پرضد روانه جګړه کمزورې کړي.

اصف زرداري دا څرګندونې تر هغه وروسته کړې، چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د روان ٢٠١٦ او ٢٠١٧م کال په بجټ کې په اکوړه خټک کې د مولانا سميع الحق مدرسې"دارالعوم حقانيې" ته ٣٠٠ ميليونه روپۍ ځانګړي کړي دي.

ښاغلى زرداري په خپل بيان کې ټينګار کړى، چې د خيبر پښتونخوا حکومت بايد دومره روپۍ حقانيې مدرسې ته د ورکولو پرځاى پر ټولينزو پرمختيايي پرژو لګولې واى.

د پاکستاني پخواني ولسمشر همداشان تور لګولى، چې د حقانيې مدرسې مشر مولانا سميع الحق د طالبانو نااعلان شوى وياند او د هغوى همدرد دى او دغې مدرسې ته پر مرستې د نيوکې په توګه يې په ٢٠١٤م کال کې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ هغو مذاکراتو ته په اشاره، چې مولانا سميع الحق پکې د طالبانو استازى و، ويلي:

" په ٢٠١٤م کال کې تحريک طالبان پاکستان مولانا سميع الحق له حکومت سره د خبرو اترو لپاره خپل استازى وټاکه او همدا شان دا هم له چا پټه نه ده، چې د طالبانو ډېرى مشرانو په همدې مدرسې کې زده کړې کړي دي."

که څه هم د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند په ګډون ډېرى نورو ګوندونو له حقانیې مدرسې سره د تحريک انصاف پر مرسته نيوکه کړې، خو حکومت بيا له حقانيې مدرسې سره د مرستې دفاع کړې او د تعليم صوبايي وزير عاطف خان وايي، چې د دغې مرستې له لارې به هڅه وکړي په دې مدرسه کي د استادانو د روزنې او عصري علومو په برخه کې اصلاحات راولي او په نساب کې يې د کمپیوټر ساينس او انګریزي مضامين شامل کړي، چې زده کوونکي د ديني علومو تر څنګ عصري علوم هم ترلاسه کړي.

له بلې خوا د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د يکشنبې په ورځ له رسنيو سره د خبرو پر مهال حقانيې مدرسې ته د پانګې ورکولو دفاع کړې وه او په خبره يې:

"د مولانا سميع الحق په شمول ټولو مدرسو د پروېز مشرف په وخت کې له هغو پيسو اخيستو انکار کړی وو چې د مدرسو اصلاحاتو لپاره ورکول کېدلې. اوس دوی پر موږ باور لري نو ځکه يې راسره اصلاحات منلي دي. دا د پاکستان لپاره ډېره ښه خبره ده"

حقانيه مدرسه په ۱۹۴۷ کال کې د مولانا عبدالحق په لاس جوړه شوې وه. اوس يې مشري د هغه زوی مولانا سميع الحق کوي. له دې مدرسې د افغان طالبانو پخوانيو مشرانو، ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور تر څنګ د حقاني نيټ ورک مشر جلال الدين حقاني او ګڼ نور پاکستاني طالبان فارغ شوي دي.

په تېر ٢٠١٥م کال کې چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د راپورونو تر راښکاره کېدو وروسته چې د افغان طالبانو ترمنځ کړکېچ رامنځته شو، نو د حقانيې مدرسې مشر مولانا سميع الحق ملا اختر منصور د افغان طالبانو امير وباله پر طالبانو يې غږ وکړ، چې له هغه سره بيعت وکړي.

د يادونې وړ ده، مولانا سميع الحق هغه مهال د افغان طالبانو خپلمنځي کړکېچ په هواري کې هم مرسته کړې وه او د راپورونو له مخې، د دواړو ډلو ګڼ غړي يې حقانيې مدرسې ته د جوړجاړي لپاره وربللي ول.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG