د لاسرسي ځای

ننګرهار چارواکي د ۴۰ داعشانو د وژلو ادعا کوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په تازه عملیاتو کې د داعش ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت لخوا د سېشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره شوي او د دغو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې ۴۴ تنه نورغړي ټپیان کړي دي. په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ویلي.

بلخوا فاع وزارت ویلي افغان ځواکونو د هېواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم عملیات کړي چې وسله والو مخالفانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت په وینا یاد عملیات په خوست د پکتیکا ، لوګر غزنی، کندهار ، سرپل ، فاریاب ، تخار او هلمند ولایتونو په ځېنو ولسوالیو کې شوې دي.

خبر پاڼه وايي چې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو نهه سرتېري هم وژل شوي.

XS
SM
MD
LG